د بامیانو مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د بامیانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، محمدخوانی رسا رسنیو ته ویلي چې دا پېښه پرون (سې‌شنبې د سرطان ۲۶مه) د مرکز اړوند په «دهن آهنګران» سیمه کې شوې ده.

د مسوولینو په وینا چې د دې پېښې له امله د یو ماشوم په ګډون درې ښځې هم ټپي شوې دي.

تر دې وړاندې په بغلان کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله نږدې ۲۰ کسان مړه او شاوخوا ۳۴ نور ټپيان شوي وو.

Share.