د ماشومانو د خوندیتوب ادارې «سیف ده چلډرن» وایي چې په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۵۰۰ ماشومان بې‌کوره شوي دي.

دې ادارې د یادو ولایتونو په سیلاب‌ځپلو سیمو کې د ماشومانو شمېر له ۸۰۰ زرو ډېر ښودلی چې په وینا یې په دغو ماشومانو کې اوسمهال د شاوخوا ۱۵۰۰ کورونه نړېدلي او بې‌کوره شوي دي.

دوې ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار، سره رود، بهسودو، بټي کوټ او یو شمېر ولسوالیو کې له توند ورښت سره یوځای خونړی توپان راوالوت چې له امله یې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه واوښتل.

بلخوا د ننګرهار روغتیايي چارواکو هم منلې چې د دې خونړۍ طبیعي پېښې له امله یوازې په حوزوي روغتون کې د ۵۵ بېړنیو ټپیانو عملیات شوي دي.

Share.