د هېواد سوکوهنې فدراسیون چارواکو ويلي، راتلونکې میاشت په افغانستان کې به د روزونکو سیمینار جوړ کړي.
د هېواد د سوکوهنې فدراسیون چارواکو نن پنجشنبه د چنګاښ ۲۸مه ويلي چې د روزونکو سیمینار به د «لیتوانیا» د سوکوهنې په انلاین بڼه جوړ شي.
د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون د چارواکو همداراز زیاته کړې چې دغه سیمینار به د ۱۰ ورځو لپاره د اګسټ له ۱۲مې تر ۲۲مې پورې دوام وکړي.