د کور او ښار جوړونې وزارت وايي مسوولین وایي چې راستنېدونکو افغانانو ته د ځمکو ورکول کېږي، او اوسمهال دا وېش په کندهار ولایت کې پیل شوی دی.
د مسوولینو په وینا چې په دې کې هغه کډوال شامل دي چې په وروستیو کلونو کې له نورو هېوادونو را ایستل شوي او یا راستانه شوي دي.
د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست، حمدالله نعماني همداراز ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې د یو شمېر پروژو بشپړېدل د یاد وزارت لاستهراوړنې دي، خو ټینګار کوي چې لا هم د یاد وزارت د ۸۰۰ پروژو چارې په ټپه ولاړې دي.