د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د یاد ولایت د خټکیو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دې ادارې ویلي چې دا مهال هلته په ۴۷ زره هکتاره ځمکه خټکي کرل شوي او حاصلات یې د پروسږ په پرتله سږ کال ۱۰ سلنه زیات شوي دي.
د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تمه ښودلې چې سږ کال به له یاد ولایت څخه ۱۱۸ میټریک ټنه خټکي تولید شي.
بلخوا د کندز یو شمېر کروندګرو ویلي چې هلته د «عسقلاني» په ګډون څه باندې لس ډوله خټکي کرل کېږي، خو سږ کال یې د بیو له ټیټوالي شکایت کوي.
د دوی په وینا چې سږ کال کې یې دا کرنه د طبیعي پېښو له امله ډېره نه ده ځپلشوې، خو په وینا یې چې اسلامي امارت دې ورته د بهرني بازار د پيدا کولو په برخه کې مرسته وکړي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.