د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد وګړو ته سپارښتنه کړې، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې، چې د دوشنبې پر ورځ (د زمري اتمه) خپره شوې راغلي: د ترهګریزو بریدونو، خپلسرو نیولو، ملکي ګډوډیو، سړي تښتونو او نورو جرمونو شونتیاوې شته؛ نو امریکایان باید افغانستان ته سفر ونکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ په افغانستان کې ګڼې ترهګرې ډلې فعالې دي او شونې ده، چې امریکايي وکړي وتښتول شي.
د خبرپاڼې له مخې اسلامي امارت د خیریه بنسټونو ځینې کارکوونکي ځورولي او بندیان کړي دي. خبرپاڼې په دې اړه نور جزئیات ندي ورکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د دې هېواد وګړي باید افغانستان ته د خپلو کورنیو د غړیو د راوستلو لپاره هم باید سفر ونکړي.

Share.