د افغانستان کرکټ بورډ د چارشنبې پر ورځ ( د اسد لسمه) ویلي، چې د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله به د سپټمبر په میاشت کې له نیوزیلینډ سره ټیسټ لوبه او بیا به له جنوبي افریقا سره درې ورځنۍ لوبه وکړي.
ټاکل شوې دغه لوبې د سپټمبر له اتلسمې تر دوه‌ویشتمې ترسره شي.
له دې لوبو وروسته د افغانستان کرکټ دا ملي لوبډله له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره درې اړخیزه لوبه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه لوبې به د نومبر پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پیل او د سپټمبر تر شپږویشتمې به روانې وي.
ویل کیږي، چې د دغو لوبو یوه موخه د ۲۰۲۴ آسیا جام سیالیو ته چمتووالی دی.

Share.