د سختې تودوخې له کبله د ښوونځیو رخصتۍ ۱۰ ورځې نورې وغځېدې
د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې د سختې تودوخې له کبله د هېواد په ولایتونو او سړو سیمو کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو د اوړي رخصتۍ د نورو لس ورځو لپاره وغځول شوې.
د دې اعلان له مخې به د اسد تر ۲۰ پورې د ښوونځیو زدهکوونکي رخصت وي.