د کندز ولایت امنیه قومنداني ویاند جمعه الدین خاکسار وایی، دامنیه قوماندانئ رهبري په لارښونه د ښوونې او روزني مدیریت په همغږۍ د ترافیکو مدیریت له لورې د موټر چلولو د جواز ۱۵ ورځنی روزنیز سیمینار چې په امنیه قومانداني کې پیل شوی وو ۴۴ تنو مجاهدینو پکې ګډون کړی وو د ټولو حاضرو زدکړیالانو څخه عملي او نظري ازموینه واخیستل شوه چې بریالیو کسانو ته به د اسنادو تر طی مراحلو وروسته لایسنسونه پر ټاکلي وخت وویشل شي.