دغه څرګندونې د هېواد د احصایې او معلوماتو ادارې سرپرست د کندوز والي سره په لیدنه کې وکړې.

د ا.ا.ا د احصایې او معلوماتو ادارې سرپرست محترم ملا عبدالقاهر ادريس چې کندوز ولایت ته په سفر راغلی، نن مخکې له ماسپښینه یې د کندوز والي سره په داسې حال کې ولیدل چې د دې ولایت د احصايې او معلوماتو ریاست رئیس مولوي فضل الله فیاض هم حضور درلود.

په کتنه کې د کندوز ولایت په کچه د یادې ادارې د فعالیتونو او احصايوي خدمتونو په هکله خبرې وشوې. د احصایې او معلوماتو ادارې سرپرست په خپلو خبرو کې وویل؛ د دغې ادارې فعالیتونه د پخوا په نسبت ښه شوي دي او دوی هڅه کوي چې په کندوز کې د آسان خدمت مرکز هم فعال کړي چې په دې سره به د کندوز زون په کچه ولسونو ته د پېژندپاڼو (تذکرو) په ترلاسه کولو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته شي.

ادريس همداراز وویل؛ دغه اداره په پام کې لري چې د کندوز ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست لپاره نوې معياري ودانۍ جوړه کړي، هغه د نوې ودانۍ د جوړولو پخاطر د ملکیت په برابرولو کې له ولایت مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کندوز والي د احصايې او معلوماتو لوی ریاست سرپرست ته ښه راغلاست وویل او په خپلو خبرو کې یې په دې ولایت کې د آسان خدمت مرکز فعالول مهم وبلل. دکندز والي د ولایت مقام لخوا د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Share.