د بغلان ولایت د پلخمري ښار اړوند د قول قصابۍ په سیمه کې د غره د یوې برخې د ښویېدو له امله درې استوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د بغلان د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مشر د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې دا پېښه مرګ‌ژوبله نه لري، خو درې کورونه یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

هغه زیاته کړې چې د ارزونې او سروې ډلې د پېښې سیمې ته استول شوې دي، او تر دقیقې ارزونې وروسته به د اړوندو ادارو په همغږۍ له زیانمنو شویو کورنیو سره اړینې مرستې وشي.

Share.