د کندز والي ملا محمد خان دعوت، د کوچي قومونو له استازو سره په خپل دفتر کې وکتل او د هغوی سیمه‌ييزې ستونزې یې واورېدې. قومي مشرانو د سیند اوبو د پورته کېدو، مالچرو، کرنې، سړکونو او نورو بنسټیزو خدمتونو د نشتوالي یادونه وکړه. والي ډاډ ورکړ چې ستونزې به د لیکلي وړاندیز له لارې وڅېړل شي او اړوندو ادارو ته به د حل لپاره راجع شي.

Share.