د شمال ختيځ زون د ملي پولیسو د روزنيز مرکز قومندان سمونوال ملا عبدالستار طارق وايي، له دې مرکز څخه له یوې میاشتې مسلکي روزنې وروسته له ۳۷۰ زیات پولیس فارغ او خپلو مسؤليت لرونکو سيمو ته لېږل شوي دي.
دغه روزنه کې د تالاشۍ پوستو جوړول، د وسلو کارول، له خلکو سره چلند، د مجرمینو نیول او ترافیکي اصول شامل وو.
فارغان وایي، دا ډول زده کړې یې وړتیاوې پیاوړې کړي او غواړي چې دا لړۍ نوره هم دوام ومومي.