چارواکي وايي دکندز ولایت دشتارچي ولسوالۍ ته د غځېدلې لویې لارې د پاتې برخې چارې تر دې دمه ښې روانې دي. دچارواکو په خبره، ددغه سړک په بشپړېدو سره به د يادې ولسوالۍ ولسونو نهیوازې ګڼې ستونزې حل کېږي بلکې د موټرو په کرايې کې هم د پام وړ کموالی راشي. ځایی اوسیدونکي وايي چې ددغه سړک کار باید لانور هم چټک شي ترڅو دژمي تر رارسیدو وړاندې دخلکو پرتې ستونزې حل کړل شي.