د بلوچستان عالي محکمې د قاضي روزي خان بړیڅ پر مشرۍ د پاکستاني وکیل هغه غوښتنه ومنله، چې د افغان کډوالو ستنېدا تر شپږ میاشتو پورې وځنډوي.

په دې غوښتنه کې راغلي، چې په زرګونه افغان ماشومان د بلوچستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي او دا مهال به یې بېرته ستنول د دوی د زده‌کړو بهیر زیانمن او کورنۍ به یې خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړي.

محکمې له اړوند چارواکو غوښتي، چې په راتلونکې غونډه کې لیکلي ځواب وړاندې کړي.

Share.