د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملکزاد ويلي: چې دې ریاست د جهادي موزیم د بډای کولو لپاره ۳۰ قلمه جهادي آثار راټول او جهادي موزیم ته وسپارل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: نصرالله ملکزاده ویلي؛ په تېرو شپږ میاشتو کې د جهادي پېر نږدې ۳۰ قلمه بېلابېل آثار د اسلامي امارت له مجاهدینو راټول او د ساتنې لپاره جهادي موزیم ته وسپارل شول.
نوموړي زیاته کړې؛ دغه راز د اسلامي امارت د لسګونو شهیدانو سوانح هم ترتیب شوي دي.
ویل کیږي، چې اوسمهال د پنجشېر جهادي موزیم د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې فعالیت کوي او د شهیدانو اړوند او د لاسرسي وړ آثار په کې ساتل کیږي.