د بدخشان ولایتي مسوولینو ویلي، چې د قرغزستان یو لوړپوړي پلاوي د پامیر سیمې ته د سفر پر مهال ژمنه کړې، چې د فیضاباد ښار په دشت خمچان سیمه کې به د پامیر مېشتو لپاره یو درې پوړیز معیاري ښوونځی جوړ کړي. د بدخشان ولایت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې دا پرېکړه د بدخشان د مرستیال والي امینالله طیب، د قرغزستان د سفیر او نورو لوړپوړو چارواکو ترمنځ د یوې رسمي ناستې پر مهال شوې ده. د راپور له مخې، د ښوونځي د جوړولو لپاره ۱۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، او دغه ودانۍ به د ۳۰۰ زدهکوونکو د زدهکړې ظرفیت ولري.