د اورانوس تلویزیون او کندز راډیو غواړي چې دوه تنه په لاندې برخو کې استخدام کړي:

۱) د تخنیک او د محتوا د تولید کارمند
شرایط:
• د راډیو په تخنیکي چارو کې تجربه
• د ویډیو او انځور د سمون مهارت
• د ټولنیزو رسنیو په مدیریت ځانګړې توګه په یوتیوب بشپړه پوهه
• د کمپیوټر د سافټویرونو د نصب او فعالولو وړتیا
• د نشراتو او رسنیزو تولیداتو په برخو بشپړ تسلط
په دې برخه کې کاري تجربه امتیاز ګڼل کېږي.

۲) راپور ورکونکی او د تصویري او غږیزو پروګرامونو ویاند
شرایط:
• د تصویري پروګرامونو د وړاندې کولو وړتیا
• روان، واضح او فصیح بیان
• د راپور جوړولو، مرکو اخیستلو او د ژوندي خپرونو د وړاندې کولو مهارت
• د رسنیزو کارونو د اصولو پېژندنه
مخکینی کاري تجربه ترجیح ورکول کېږي.

عمومي شرایط:
• متقاضیان باید د کندز اوسېدونکي وي.
• د رسنیز کار سره حقیقي مینه مهم شرط دی.
• لطفاً تحصیلي اسناد او اضافي مدارک مه لېږئ؛ مهارت او عملي تجربه مهم دي.
• معاش به د توافق له مخې ټاکل کېږي.
• د غوښتنلیک د لېږلو مهلت: د اعلان له خپرېدو څخه تر دوو اونیو پورې.

د غوښتنلیک طریقه:
لطفاً خپل کاري نمونې د لاندې ایمیل یا واټس‌اپ له لارې ولېږئ:
ایمیل: info.uranustv@gmail.com
شمېره او واټس‌اپ: +93 0797100894

بریا مو هیله!
مننه.

Share.