د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د کندوز ولایت چهار درې ولسوالۍ او دښت ابدان سیمو کې، د څه کم ۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د تیرپارکونو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، په یادو پروژو کې چاپېرېدونکي دیوالونه، اداري ودانۍ، د اوبو رسولو شبکې او ځینې نور تاسیسات شامل دي.

د یادو پروژو چارې چې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې دا مهال یې چارې نږدې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي، د کارونو چټکتیا او ښه کیفیت ترسره کېدو په موخه د پروژو له روانو چارو څخه په دوامدار ډول څارنه دوام لري.

Share.