د مزارشريف ښاروالۍ له لوري د سيـاه‌ګرد سړک د جغل‌ اچولو پروژې عملي چارې، د بلخ ولايت د امارتي مسلخ څخه تر پلاستيک فابريکې پورې، د ۱٫۲ کيلومتره په اوږدوالي او ۸ مترو په سور سره، په رسمي ډول پيل شوې.

ياده پروژه د ښاري سړکونو د وضعيت ښه‌والي، د وسايطو د تګ راتګ د اسانتيا، د ژمي پر مهال د خټو ستونزو د کمولو او د سيمې اوسېدونکو ته د ترانسپورتي اسانتياوو د برابرولو په موخه پلي کېږي.

د مزارشريف ښاروالۍ مسؤلين ټينګار کوي چې د ورته بنسټيزو پروژو تطبيق د ښاري متوازن پرمختګ، د ښار د ظاهري بڼې د ښه‌والي او د عامه هوساينې د لوړولو په برخه کې مهم رول لري، او هڅې روانې دي چې ورته پروژې د ښار په نورو سيمو کې هم پلي شي.

د يادونې وړ ده چې ياده پروسه د مزارشريف ښار د بېلابېلو ناحيو د عامه او فرعي سړکونو د ۶۳ کيلومتره جغل‌اچولو چارې رانغاړي، چې د مزارشريف ښاروالۍ له لوري د ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت پلي کېږي

Share.