د پاکستان پوځي رژیم نن د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد ښار پر شاوخوا سیمو توغندیز بریدونه کړي دي. د سیمې اوسېدونکو ویلي، د بریدونو له امله د چاودنو غږونه اورېدل شوي او خلکو کې اندېښنه رامنځته شوې ده.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، ضیاءالرحمن سپینغر ویلي، چې په دغو بریدونو کې چاته مالي او ځاني زیان نه دی اوښتی. نوموړي زیاته کړې چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او خلک دې اندېښنه نه کوي.
#کونړ #اسعداباد #پاکستان #توغندیز_برید #امنیت #افغانستان
