د کندز د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د NRC موسسې په مالي مرسته ۱۰۳ هغو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د سروې او ارزونې له بشپړېدو وروسته هرې کورنۍ ته ۲۱ زره او ۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.
مسوولین وایي، د دغو مرستو موخه د سېلاب ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول او له هغوی سره د ژوند د شرایطو په ښه کېدو کې مرسته ده.
#کندز #سېلاب_ځپلي #نغدي_مرستې #NRC #بېړنۍ_مرستې #افغانستان #بشري_مرستې
