په بغلان ولایت کې د غالیو اوبدلو صنعت د ځایي مسوولینو په وینا د تېر کال په پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه وده کړې ده. د غالیو اوبدلو اتحادیې رییس محمد عارف ویلي چې تېر کال په دغه ولایت کې ۵۷۰ تولیدي کارخونې فعالې وې، خو له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو مهاجرینو له امله ۱۱۵ نوې فابریکې هم جوړې شوې دي. د هغه په وینا، دغه کارخونې په ځانګړي ډول په دهنه غوري، ډنډ غوري، دوشي او د پلخمري ښار شاوخوا سیمو کې فعالیت لري او د تولید کیفیت یې لوړ بلل کېږي. مسوولین وایي چې د بغلان غالۍ ځینې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي او هر متر مربع یې له ۱۵ تر ۳۰۰ ډالرو پورې پلورل کېږي. دوی له حکومته د لا زیات ملاتړ غوښتنه کړې ده.

#بغلان #غالۍ #لاسي_صنعت #صادرات #اقتصاد #کارموندنه #افغانستان

Share.