د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې له شپږ زرو ډېرو بېوزلو زدهکوونکو ته د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړې ده. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغو زدهکوونکو د انګلیسي او عربي ژبو، کمپیوټر، ویناوالۍ او ښکلې لیکنې په برخو کې زدهکړې کړې دي. مسوولین وایي، تازه ۲۶۰ زدهکوونکي د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ویناوالۍ له څانګو فارغ شوي دي. فارغ شوي زده کوونکي دغه پروګرام ګټور بولي او وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله په خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې د زدهکړو توان نه لري. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، هڅه کوي دا پروګرام ولسوالیو ته هم وغځوي او لا ډېرو ځوانانو ته د وړیا زدهکړو فرصتونه برابر کړي.
#بدخشان #وړیا_زده_کړې #ځوانان #ښوونه_او_روزنه #انګلیسي #کمپیوټر #اطلاعات_او_فرهنګ #افغانستان
