د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د کرنې مسوولین وایي، سږ کال په دې ولسوالۍ کې پر ۸۰۰ هکټاره ځمکه خټکي کرل شوي او د تېر کال په پرتله یې حاصلات لس سلنه زیات شوي دي. د کرنیزو چارو مسوول رحیم الله جلیلي د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه بزګرانو ته د تخنیکي سلا مشورو وړاندې کول، د نباتي ناروغیو پر وخت مخنیوی او د ستونزو پر وخت حل بولي. ځايي بزګران هم د کرنې ادارې له ملاتړ څخه خوښ دي او وایي، که دا همکاري دوام وکړي، په راتلونکو کلونو کې به لا ډېر حاصلات ترلاسه کړي.

#کندز #امام_صاحب #خټکي #کرنه #بزګران #حاصلات #افغانستان #زراعت #Kunduz #Agriculture

Share.