د خوست مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې رياست اړوند ښوونځيو ته د درسي توکو د وېش بهير پيل شو.
د خوست پوهنې رياست نن پنجشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو درسي موادو کې د ښوونکو ځانګړي کېټونه او له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې د لومړنۍ دورې زدهکوونکو لپاره درسي کېټونه شامل دي.
خبرپاڼه زياتوي چې د زدهکوونکو لپاره ټولټال ۴۳۳۴ درسي کېټونه چمتو شوي چې د ۸۶۶۸۰ زدهکوونکو ترمنځ به ووېشل شي او د ښوونکو لپاره ۳۴۸۲ درسي کېټونه هم ځانګړي شوي چې هر ښوونکي ته به یو ـ یو کېټ وسپارل شي.
یاد درسي مواد د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف له لوري برابر شوي، څو د ښوونکو او زدهکوونکو د اړتیا وړ درسي موادو د کمښت ستونزه حل شي.
#خوست #پوهنه #ښوونځي #یونیسف #درسي_توکي
