ملي دفاع وزارت ويلي، چې افغان دفاعي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د وسلو، مهماتو، نشه‌يي توکو او نورو قاچاقي توکو د لېږد په تور ۱۶ کسان نیولي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو سره ۸ کلاشینکوفونه، ۷ اېم‌فور، ۱۲ تومانچې، درنې مرمۍ، نشه‌يي توکي او یو شمېر نور قاچاقي توکي نیول شوي دي. په نیول شویو توکو کې روغتیایي درمل، طبي وسایل، موټرسایکلونه او د موټرو پرزې هم شاملې دي. ملي دفاع وزارت ويلي، نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو قانوني ادارو ته سپارل شوي دي.

#افغانستان #ملي_دفاع #وسلې #قاچاق #نشه_يي_توکي #امنیت #نیونې #خبرونه

Share.