د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعه‌خان فاتح د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې د ا.ا د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی. سرچینې وايي، فاتح وروسته له هغې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی چې د هغه پر وسله‌والو د کلابندۍ کړۍ تنګه شوه. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت هم له وسله‌والو سره د نښتې لپاره نسي ولسوالۍ ته تللی و. ویل کېږي، د جمعه‌خان فاتح د ټولو وسله‌والو د بې‌وسلې کولو لپاره هم اقدامات په پام کې نیول شوي دي.

#بدخشان #زابل #جمعه_خان_فاتح #امنیتي_ځواکونه #نسي #دفاع_وزارت #افغانستان

Share.