د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له بندخونو ۳۲۲ افغان کډوال خوشې او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي کسان شامل دي. له ډلې یې ۳۰۹ تنه د تورخم او ۱۳ تنه نور د سپینبولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
وزارت وایي، یاد کډوال تر خوشې کېدو وروسته د هېواد له بېلابېلو سیمو سره د نښلېدو په موخه د سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته انتقال شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په وینا، له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ لا هم دوام لري او د راستنېدونکو کسانو لپاره د اړوندو ادارو له لوري د لومړنیو خدمتونو د برابرولو هڅې کېږي.
#افغانستان #افغان_کډوال #بېرته_راستنېدونکي #پاکستان #تورخم #سپین_بولدک #کډوال #راستنېدونکي #کډوالو_چارو_وزارت
