د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په روانه اوونۍ کې په افغانستان کې د پولیو ویروس څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، دوه پېښې د هرات ولایت په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې او یوه-یوه پېښه د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالیو کې ثبت شوې ده.
له دغو نویو پېښو سره، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، له دې ډلې ۱۰ پېښې یوازې د جون په میاشت کې ثبت شوې دي.
روغتیايي چارواکي ټینګار کوي، چې د پولیو پر وړاندې واکسین د ماشومانو د ساتنې تر ټولو مهمه وسیله ده او کورنیو ته سپارښتنه کېږي چې خپل تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین له هر پړاو څخه برخمن کړي.
پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې په ځانګړي ډول ماشومان اغېزمنوي او د مخنیوي لپاره یې د واکسین بشپړول ډېر مهم دي. د روغتیايي بنسټونو په وینا، د واکسین کمپاینونو پر مهال د کورنیو همکاري د دې ناروغۍ د له منځه وړلو په هڅو کې مهم رول لري.
#افغانستان #پولیو #روغتیا #ماشومان #واکسین #پکتیکا #کندهار #هرات
