د کندز د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، د دشت ارچي ولسوالۍ د ملا قلي کلي ۲۰۰ کارګرانو ته د «کار په بدل کې د خوړو» پروګرام له مخې خوراکي توکي ووېشل شول.
د چارواکو په وینا، دغو کارګرانو د ۱۴ کاري ورځو په ترڅ کې د ملا قلي کانال د پاکولو چارې ترسره کړې او د کار په بدل کې هر کارګر ته څلور بوجۍ غنم ورکړل شول.
مسوولین وايي، دغه پروګرام د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو، د سیمهییزو بنسټونو د پیاوړتیا او له زیانمنو کورنیو څخه د ملاتړ په موخه عملي شوی دی.
#کندز #دشت_ارچي #ملا_قلي #کار_په_بدل_کې_خواړه #طبیعي_پېښې #بشري_مرستې #افغانستان
