د ازبکستان ۱۶ کسیز لوړپوړی پلاوی له افغانستان سره د سوداګرۍ د لا پراختیا په موخه کندز ته راغلی او د دغه ولایت له مسوولینو سره یې پر کرنې، پانګونې او پراختیايي برخو د همکارۍ خبرې کړې دي.
د کندز مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب له ازبکستاني سوداګرو او مسوولینو غوښتي، چې د کرنې په میکانیزه کولو، د پنبې د کښت او پروسس او نورو برخو کې له کندزي بزګرانو او سوداګرو سره خپلې تجربې شریکې کړي.
نوموړي ازبکستاني پانګوال په کندز کې د نساجۍ او سمنټو د تولید فابریکو جوړولو او د سړو خونو په برخه کې پانګونې ته هم بللي دي.
په ورته مهال، د ازبکستان د جېزج ولایت مرستیال والي بهرام یوسوپوف په یادو برخو کې له کندز سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې ده.
#کندز #ازبکستان #افغانستان #سوداګري #پانګونه #کرنه #نساجي #سمنټ #اقتصادي_همکاري #افغانستان_ازبکستان #جېزج
