په تېرو پنځو میاشتو کې د بېلابېلو هېوادونو ۲۲۱ بهرنیو سیلانیانو د کندز له تاریخي، فرهنګي او طبیعي سیمو څخه لیدنه کړې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمریت مسوولین وایي، په همدې موده کې شاوخوا ۴۰ زره کورنیو سیلانیانو هم د کندز له بېلابېلو تفریحي، طبیعي او لیدنیزو سیمو څخه لیدنه کړې ده.

مسوولین زیاتوي، د سیلانیانو د لارښوونې او د تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو لپاره په پښتو، دري او انګلیسي ژبو معلوماتي او انځوریزې لیکدړې هم نصب شوې دي.

دوی وایي، د سیاحتي سیمو لا ښه معرفي کول او د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو برابرول د ګرځندوی د ودې او پراختیا لپاره مهم دي.

#کندز #ګرځندوی #سیلانیان #تاریخي_ځایونه #کلتور #افغانستان #سفر

Share.