کندز: د سپین‌زر دولتي شرکت مسوولين وايي، د درېیو لویو بنسټیزو پروژو د عملي کولو پلان لري چې د سوداګریزو او استوګنیزو فعالیتونو پراختیا، د کرنې ودې او د کارموندنې په برخه کې به مهم رول ولري.

د مسوولينو په وینا، په دغو پروژو کې د کندز ښار په مرکز کې پر ۱۵۰ جریبه ځمکه د سوداګریز او استوګنیز مجتمع جوړول، د کوکچې کانال د جوړولو طرحه او راستنېدونکو او کډوالو ته د دوامدارو کاري فرصتونو برابرول شامل دي.

د سپین‌زر شرکت مسوولين زیاتوي، د دغو پروژو عملي کول د شرکت له لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کېږي چې د پلان له مخې پلي شي.

#کندز #سپین_زر #پراختیا #کرنه #کارموندنه #سوداګري #استوګنیز_مجتمع

Share.