د عامې روغتیا وزارت په کندز او هرات ولایتونو کې د وچکالۍ له امله زیانمنو شوو ټولنو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له IRC مؤسسې سره د ۶۹۲ زره او ۶۴۰ امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړهلیک له مخې به په یادو دوو ولایتونو کې د وچکالۍ ځپلو خلکو لپاره روغتیايي، تغذیوي، رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ، او روغتیايي پوهاوي خدمتونه وړاندې شي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، د دې پروژې له پلي کېدو سره به شاوخوا ۲۵ زره کسان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي او ۴۰ کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
چارواکي وايي، د دغو خدمتونو موخه د وچکالۍ له امله د زیانمنو شویو کورنیو د روغتیايي اړتیاوو پوره کول او د هغوی د روغتیايي وضعیت ښه کول دي.
#کندز #هرات #عامې_روغتیا #روغتیا #وچکالي #روغتیايي_خدمتونه #تغذیه #رواني_روغتیا #IRC #افغانستان
