د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د سوداګریزو دړو او لوحو د سمون او له پردیو وییونو څخه یې د پاکولو لړۍ چټکه روانه ده او تر اوسه شاوخوا ۸۰ سلنه سمې شوې دي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي سمیع‌الله مصباح باختر خبري آژانس ته ویلي، چې دغه لړۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د حکم او د بغلان ولایت د مقام د لارښوونې له مخې د یوې موظفې کمیټې له لوري پیل شوې او تر اوسه د ښار ډېری هغه سوداګریزې لوحې سمې شوې دي، چې پردۍ وییونه په کې کارول شوي وه.

هغه زیاته کړې، چې دوکاندارانو او سوداګرو ته د مناسبو وییونو او د هېواد د ملي ژبو د کارولو په اړه لازمې سپارښتنې شوې دي.

مصباح ټینګار کړی، چې په پلخمري ښار کې د لوحو د سمون د لړۍ له بشپړېدو وروسته به دا بهیر د بغلان ولایت ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د یادونې ده، چې د بېلابېلو ادارو استازي لکه: د امنیه قومندانۍ، استخباراتو، ټرافیکو مدیریت، ښاروالۍ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، عامې روغتیا او د دوکاندارانو او کسبګرو خونې استازي په‌ دې موظفه کمیټه کې غړیتوب لري.

#بغلان #پلخمري #سوداګریزې‌لوحې #بهرنۍ‌ژبې #ملي‌ژبې

Share.