د صنعت او سوداګرۍ وزارت له کورنیو تولیداتو او صنعت څخه د ملاتړ او ودې لپاره په یو شمېر ولایتونو کې د صنعتي ځمکو د وېش له بهیر خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په غزني، پکتیا، بغلان، فراه، کابل، بلخ، کندوز، لوګر او هرات ولایتونو کې به د صنعتي ساحو د ځمکو د وېش بهیر پیل شي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پکتیا، بغلان او فراه ولایتونو د صنعتي ساحو تفصیلي طرحې د کور او ښار جوړونې وزارت له لوري ځانګړې شوي او د ځمکو د وېش بهیر به په دغو ولایتونو کې پیل شي.
د غزني ولایت لپاره هم د صنعتي ساحې تفصیلي طرحه هم ځانګړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې د ځمکو د وېش بهیر پیل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ټولو سوداګرو، پانګهوالو او صنعتکارانو غوښتي، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي، اړین اسناد او خپلې غوښتنلیکونه د خپلو تولیدي او صنعتي پروژو د پلي کېدا لپاره وزارت ته وسپاري او د صنعتي ځمکو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي.
#صنعت #سوداګري #صنعتيځمکې #کورنيتولیدات #پانګونه #صنعتکاران #سوداګر #افغانستان
