د کندز سپینزر شرکت لهخوا د اوبو لګولو د وضعیت د ښه والي او د کروندګرو د ملاتړ په موخه، د نقي دنهر د ۲۸۰ متره برخې د اساسي رغونې چارې پیل شوې دي.
د دغه شرکت د سوداګریزو مارکېټونو په اوږدو کې د کانال د رغونې چارې روانې دي، چې تر اوسه یې شاوخوا ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی او د پاتې برخې د بشپړولو لپاره هڅې دوام لري.
د مسوولینو په وینا، دغه کانال د سپینزر شرکت له ساحې سره په نښتي برخه کې ۲۸۰ متره اوږدوالی، ۲۷۰ سانتيمتره پلنوالی او ۱۷۰ سانتيمتره لوړوالی لري، چې د رغونې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د اوبو د لېږد ظرفیت لوړ او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې به د کروندګرو ستونزې تر ډېره هوارې شي.
#کندز #سپینزر #نقي_دنهر #اوبو_لګول #کرنه #کروندګر #رغنیزه_پروژه #افغانستان
