د کندز ولایت د پوهنې ریاست لپاره مولوي لعل‌جان راشد او د شمال ختیځ زون د معیار او کیفیت ریاست لپاره مولوي نجیب‌الله حماد د نویو رئیسانو په توګه رسماً معرفي او خپلې دندې یې پیل کړې.

د پوهنې ریاست د نوي رئیس مولوي لعل‌جان راشد د معرفۍ مراسم د کندز ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس مولوي ګلبدین حنفي او د پوهنې وزارت د دفتر رئیس شیخ طارق طاوس له لوري ترسره شول، چې د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو او د پوهنې ریاست کارکوونکو پکې ګډون کړی و.

همداراز، د شمال ختیځ زون د معیار او کیفیت ریاست لپاره مولوي نجیب‌الله حماد د مولوي احمدیار صادق پر ځای د نوي رئیس په توګه، د کندز ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس مولوي ګلبدین حنفي او د معیار او کیفیت ادارې د کارکوونکو چارو رئیس مولوي عبدالله السیف له لوري رسماً معرفي شو.

په دواړو مراسمو کې ویناوالو تغییر او تبدیل په نظام کې یو مهم اصل وباله او ټینګار یې وکړ چې د مسؤولیت اساسي موخه د ولسونو خدمت، د چارو ښه ترسره کول او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ده.

مولوي لعل‌جان راشد تر دې وړاندې د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده، په داسې حال کې چې مولوي حزب‌الله مبشر د کندز ولایت د پوهنې رئیس و. د نوي اداري ترتیب له مخې، مولوي حزب‌الله مبشر د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس ټاکل شوی دی.

#کندز #پوهنه #لعلجان_راشد #نجیب_الله_حماد #معیار_او_کیفیت #جوزجان #ښوونه_او_روزنه

Share.