د کندز په امام‌صاحب ولسوالۍ کې د سپین‌زر اما/رتي شرکت له لوري د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو د سترې پراختیايي پروژې چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د سپین‌زر اما/رتي شرکت د سوداګریزو چارو رئیس مولوي عبدالغفور شهیدزي وايي، دغه پروژه درې میاشتې وړاندې پیل شوې او د پلان له مخې یې ساختماني چارې په چټکۍ او معیاري ډول روانې دي.

د قراردادي شرکت د معلوماتو له مخې، پر دې پروژه شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په نږدې شپږ جریبه ځمکه کې د شپږو بلاکونو په بڼه جوړېږي.

مسوولان وايي، د پروژې د ساختماني چارو په بهیر کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د سپین‌زر اما/رتي شرکت مسوولان زیاتوي، چې د پروژې له بشپړېدو سره به د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د امام‌صاحب ولسوالۍ د سیمه‌ییزې اقتصادي ودې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شي.

#کندز #امام_صاحب #سپین‌زر_اما_رتي #پراختیا #سوداګري #اقتصادي_وده

Share.