د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې کندې ته د یوه مازدا موټر د لوېدو له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.
د درایم ولسوال محمدیونس جهادمل ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه یوه بجه د درایم او تشکان ولسوالیو ترمنځ د «الوچهخم» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، په موټر کې کارګر سپاره وو، چې له تخار ولایت څخه خپلو کورونو ته روان وو.
د درایم ولسوال زیاته کړې، چې ټپیان د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د بدخشان مرکز فیضاباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د راپورونو له مخې، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.
#بدخشان #درایم #ترافیکي_پېښه #ټپیان #فیضاباد #تخار
