د کندز والي مولوي نصرالله مطیع پرون له مازدیګر وروسته د کورنیو چارو وزارت د اطفایې له عمومي رئیس حافظ نورالله انصار سره وکتل.

په دې کتنه کې د کندز ولایت امنیه قوماندان مولوي مطیع‌الله سیف‌الله، د اطفایې او ترافیکو مدیریتونو مسؤلینو، د ښاروالۍ، ټرانسپورټ، پېښو پر وړاندې د چمتووالي، صنعت او سوداګرۍ، کانونو او کور او ښار جوړونې ریاستونو مسؤلینو هم ګډون کړی و.

د کورنیو چارو وزارت د اطفایې عمومي رئیس کندز ولایت ته د خپل سفر موخه د اورلګېدنې پېښو پر مهال د اطفایې ټیمونو پر وخت رسېدنه، د هغوی اغېزمن فعالیت او له اړوندو ادارو سره د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا وبلله.

#کندز #کندز_والي #اطفایه #کورنیو_چارو_وزارت #اورلګېدنه #همغږي #بیړني_خدمتونه

Share.