د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې له قرغیزستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز دهلیز پر جوړولو ټینګار کړی دی.
دا موضوع د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال زینالله حسنیاو په کابل کې د قرغیزستان د سفیر تورداکان سیدیکوف ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې ده.
په دې لیدنه کې د صادراتو د تخصصي کمیټې یو شمېر غړیو او افغان سوداګرو هم ګډون کړی و.
دواړو لوریو د افغانستان د محصولاتو د صادراتو د آسانتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
زینالله حسنیله افغان سوداګرو او پانګوالو سره د ویزو د ورکړې او سوداګریزو سفرونو د بهیر د آسانولو غوښتنه هم کړې ده.
دغه راز د قرغیزستان سفیر له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو له پراختیا هرکلی کړی دی.
د غونډې ګډونوالو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز دهلېز جوړول د توکو د لېږد د آسانتیا، د صادراتو د بازارونو د پراختیا او د دوهاړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره مهم ګام بللی دی.
#افغانستان #قرغیزستان #سوداګري #صادرات #پانګونه
