د امریکا په نیویارک کې یوې فډرالي محکمې د سې‌شنبې پر ورځ په لنډمهالي بڼه د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه پلان ودراوه، چې له مخې یې په امریکا کې نیول شوي افغان وګړي پاکستان یا افغانستان ته لېږدول کېدل.

اسوشیتیډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو او د امریکا د کانګرس لسګونو غړیو افغانستان ته د دغو کسانو د بېرته لېږلو په صورت کې د شکنجې، ځورونې او ان د مرګ له ګواښ څخه اندېښنه څرګنده کړه.

فډرالي قاضي والري کاپروني په یوه حکم کې امریکايي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې تر شنبې ورځې پورې د دغو افغانانو له لېږدولو ډډه وکړي.

د دغه حکم لهصادرېدامخکې د امریکا حکومت محکمې ته ویلي وه، چې د دې هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو اداره لږ تر لږه د اوونۍ تر پایه پاکستان یا افغانستان ته د افغان وګړو د لېږدولو لپاره د چارټر یا سوداګریزو الوتنو پلان نه‌لري.

د محکمې د هغو اسنادو له مخې، چې اسوشیتیډ پرس ترلاسه کړي، د امریکا حکومت پلان درلود، چې د دوشنبې پرورځ د لويیزیانا ایالت له توقیف‌خونو څخه یو شمېر افغان کډوال په الوتکو کې پاکستان ته ولېږدوي.

دغه راز د امریکا د استازو جرګې او مشرانو جرګې له ۶۵ ډېرو غړیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین ته په یوه لیک کې د زیان‌منونکو افغانانو د لېږدولو په اړه خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې د دغو کسانو بېرته لېږل ښايي هغوی د شکنجې، څارنېاو ان د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.

د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونوويلي؛ له ۸۰ ډېرو افغان وګړو وروسته له هغې له بشري حقونو بنسټونو سره اړیکې نیولي، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې له پاکستان څخه د احتمالي لېږدولو په اړه خبرتیاوې ورکړې دي. په دغو کسانو کې ښځې، د پولیسو یو افسر، د مذهبي لږکیو غړي او هغه کسان شامل دي، چې د کورنۍ غړیو یې د امریکا په پوځ کې دنده ترسره کړې ده.

د اسلامي امارت غبرګون

پاکستان ته د افغان وګړو د لېږدولو په اړه د راپورونو له خپرېدا وروسته د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د حکومت جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه له امریکا غوښتي، چې د افغانستان د وګړو د برخلیک په اړه د پرېکړې پر مهال د هغوی مشروع حقونه او غوښتنې په پام کې ونیسي.

نوموړي ټینګار کړی، چې درېیم هېوادونه باید د یوه هېواد د وګړو د حقونو له په پام کې نیولو پرته د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه ونه‌کړي.

د لېږدول شویو افغانانو د برخلیک په اړه اندېښنې

د بشري حقونو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته لېږل ښايي هغوی له خپل‌سرو نیونو، اعدام، په عام محضر کې د دورو وهلو او غچ‌اخیستونکو تاوتریخوالو له ګواښ سره مخ کړي.

د افغان ایواک(AfghanEvac) بنسټمشر شان ونډایور د محکمې لهپرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه یو لنډمهالی فرصت دی، نه د افغانانو د لېږدولو د مخنیوي د هڅو پای.

هغه ټینګار کړی، چې په امریکا کې د نیول شویو افغان وګړو د خوندیتوب لپاره مبارزه به روانه وي.

 #افغانستان #امریکا #افغان‌کډوال #کډوالي #بشري‌حقونه #ډونالډډټرمپ #پاکستان

Share.