د بلخ ولایت د کابل ـ مزارشریف پر لویه لار د دوه سویفټ موټرو د ټکر له کبله په رامنځته شوې پېښه کې درې کسان مړه او څلور نور سخت ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې، امنیتي ځواکونو د مړو جسدونه روغتون ته لېږدولي او وروسته یې کورنیو ته سپارلي دي. ټپیان هم تر درملنې لاندې دي.

دغه راز، تېره ورځ د مزارشریف ښار د دشت شور په سیمه کې د یوه بنز ټېلر او سویفټ موټر د ټکر له کبله یو کس مړ شوی دی.

د بلخ امنیه قومندانۍ د پېښو لامل بې‌احتیاطي او چټک تګ بللی دی.

#بلخ #ترافیکي_پېښې #مزارشریف #مرګ_ژوبله

Share.