د پنج آمو عمومي سیندیزې حوزې ریاست تخنیکي پلاوي د کندز ښار د نقي کانال د بیارغونې او اساسي رغونې پروژې له روانو چارو څخه څارنه کړې ده.

یاده پروژه د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې په ترڅ کې به یې د کانال د ۴۴۰ مترو په اوږدوالي د دواړو غاړو استنادي دېوالونه جوړ او د ۲۰۰ مترو برخې پاک‌کاري ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، د پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او دا مهال ۹۵ غیرماهر او ۲۰ ماهر کارګران په کې پر کار بوخت دي. همدارنګه، د پروژې له لارې به په ټولیز ډول ۹۷۵۶ تنو ته د کار زمینه برابره شي.

نقي کانال د کندز ښار له مهمو خړوبولو کانالونو څخه دی، چې شاوخوا ۳۷۵ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۱۸ زره او ۷۵۰ تنه ترې ګټه اخلي.

د څارنې پر مهال د پروژې ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې هم په ګوته شوې او د قرارداد کوونکي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه شوې، چې د ټاکل شویو معیارونو سره سم یې اصلاح او چارې په معیاري ډول بشپړې کړي.

#کندز #نقي_کانال #بیارغونه #اوبو_مدیریت #کرنه #کاري_فرصتونه #UNOPS #افغانستان

Share.