د کندز ولایت په ګلتپې ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو رسولو دوه سولري شبکې، چې د څه باندې ۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه شبکې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري، د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د آغاخان دفتر په تخنیکي همکارۍ، د ارباب اکرام، عمرخېل او شنواري کلیو کې جوړې شوې دي.
په دغو شبکو کې د ۱۰۰ او ۹۰ مترو په ژوروالي د دوو څاهګانو کیندل، د هر یوه د ۲۰ مترمکعبه ظرفیت په لرلو د اوبو د دوو زېرمو جوړول، د ۱۱ زره او ۵۶۶ مترو په اوږدوالي د پایپونو غځول، د ۳۴۹ شیردهنونو او ۱۶ سولري تختو نصب شامل دي.
د یادو شبکو د جوړولو په بهیر کې د سیمې لسګونو ماهرو او غیرماهره کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې او د پروژو په بشپړېدو سره د یادو کلیو ۵۰۶ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
#کندز #ګلتپه #پاکې_اوبه #سولري_شبکې #بیارغونه #پرمختیا #افغانستان
