دغه وزارت وايي، چې په روان کال کې به د سړکونو د تخریب د مخنیوي او د بار وړونکو موټرو د وزن د کنټرول په موخه د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۷ تلې فعالې کړي.د لویو لارو مسافر وايي، که د موټرو وزن کنټرول شي، د سړک د بیا ورانېدو مخنیوی به ورسره وشي.