د کابل ښاروالۍ د خبر پاڼې له مخې؛ د کابل- لوګر لویي لاري د لومړۍ برخي د جوړولو چارې د ۹۲۰ میلیون افغانیو پر لګښت پیل شوې.
د ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چي دا سړک به په راتلونکیو دوه کلونو کي بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ویل کیږي؛ د دې سړک لومړۍ برخه له نجات څلي څخه تر څرخ آب پوري اووه کیلو مټره اوږدوالی او ۶۰ مټره پراخوالی لري، چي، په دوه اصلي او دوه فرعي سړکونو کې به بنسټیز ورغول شي.
