د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ (UNHCR) اعلان کړی چې سویلي کوریا افغانستان ته درې میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دا مرسته به د بې‌ځایه شویو، راستنېدونکو او زیانمنو ټولنو د ملاتړ لپاره ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ ویلي چې له دې مرستې سره به ۲۸۰۰ راستنېدونکو ته دایمي سرپناه جوړه شي.

همداراز، یادې ادارې زیاته کړې چې له دې مرستې څخه به ۳۴ زره افغانانو ته رواني او ټولنیز-رواني خدمات وړاندې شي.

Share.